د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په یوه ټولګي کې چاودنه شوې ده.
د غزني د والي ویاند، عارف نوري رسنیو ته ویلي دا چاودنه نن سه شنبې سهار شاوخوا ۹:۵۰ شوې ده.
د نوري په وینا دې چاودنه کې د ۱۲ نجونو او ۷ هلکانو په ګډون ۱۹ محصلین ټپيان شوي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ویل کیږي دا چاودنه د دري ادبیاتو پوهنځي په څلورم ټولګي کې شوې ده.
تر اوسه د دې پيښې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي او چارواکي وایي پلټنې یې پيل کړي.