د افغانستان د کریکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي تیره شپه د شپږیزې کریکټ لیګ سیالیو په پرانستغونډه کې داسې وینا وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه پرې روان شوي دي.
کله چې د پروګرام چلوونکې ښاغلي یوسفزي ته د وینا بلنه ورکړه هغه راغی او خپله وینا یې د (د لوی پښتون خدای په نامه) په ویلو سره پيل کړه.
اوس د ښاغلي فرحان دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې ښکته او پورته کیږي او خلک یې په بیلابیلو ډولونو تعبیروي.
د نور مومند په نوم فیسبوک کاروونکي د هرڅه پړه پر ولسمشر ور اړولې
یو شمیر کسانو نیوکه کړی چې د کریکټ بورډ مشر په پښتو روانې خبرې نشوې کولی او ډیرو مواردو کې داسې ښکاریده لکه کوم د بلې ژبې ویونکی چې هڅه کوي په پښتو خبرې وکړي.
لکه د خبرو بهیر کې د شپږیزې پرځای (شپږیز) د ژمنې پر ځای (ژمنز) او د دې لپاره پر ځای وایي (په ده لپاره) کوم چې د یوه پښتون له خولې نه راوتل یې د حیراتیا خبره ده.
د فیسبوک یو بل کاروونکي لیکلي
یو بل بیا داسې لیکلي دي
د دې خبرې علت څه کیدای شي؟
یو احتمال یې دا کیدای شي چې ښاغلي یوسفزي په دې برخه کې تیروتنه کړې وي، کوم څه چې ډیر عام دي او حتا ولسمشران او نور لوړپوړي چارواکي هم د خبرو پرمهال له داسې پيښو سره مخ کیږي.
لکه څرنګه چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د محرم میاشتې په مناسبت خبرو کې حضرت امام حسین ته د (خدای لمسی) خطاب وکړ.
که د ښاغلي یوسفزي خبره هم په رښتیا تیروتنه وي یوه معموله موضوع ده او کیدای شي چې ډير بحث ورباندې ونه شي.
خو یادونه باید وشي چې د کرکټ بورډ مشر خپلې خبرې د کاغذ له مخې کولې او د تیروتنې احتمال یې هم ډير کم و.
بل احتمال یې دا کیدای شي ښاغلي یوسفزي دا خبرې د ادبیاتو تخیلي پنځونو له لیدلوري کړي وي او د پښتنو دود، کلتور، ښيګڼو او کلکوالي ته کتو سره یې د ادب د یوه صنعت له مخې خدای ته د پښتون خطاب کړی و.
داسې ډيرې ادبي پنځونې شته چې خدای ته د پښتني اوصافو نسبت شوی او یا خدای پښتون بلل شوی دی.
لکه یو شاعر چې ویلي:
خدایه که پښتو راسره ووایې …… ځار دې له منکر او له نکیره شم
بل ځای شاعر وایي:
په والله چې له جنته به شم ستون ….. چې کنځل پکې وانه ورم د پښتون
همداشان
اغیار به وایي د دوزخ ژبه ده …… زه به جنت ته د پښتو سره ځم
دا پورته ذکر شوي شعرونه که څه د مذهبي روایانو له مخې مناسب نه بلل کیږي، خو که چیرې د شاعرۍ او ادبیاتو له زاویې وکتل شي بیا د بحث وړ دي.
خو دا چې د ښاغلي یوسفزي دا جمله له کومې نوعې نه وه، ځواب یې یواځې خپله ورکولی شي.
د دې ترڅنګ یو بل څه چې د کریکټ بورډ د مشر پر وړاندې یې غبرګونونه پورته کړي هغه د ښاغلي یوسفزي پښتو لهجه، د ژبې فصاحت او بلاغت و.
جالبه داوه چې د پروګرام چلوونکې له ښاغلي یوسفزي د کریکټ په اړه د معلوماتو لرلو یا نه لرو په تړاو پوښتنه وکړه چې د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر څوک دی، خو ښاغلي یوسفزي ورته وویل نه پوهیږي، کوم څه چې د غونډې د حاضرینو د خندا سبب شو.
فرهان یوسفزی په تیره جولای میاشت کې د ولسمشر غني په امر د کرکټ بورډ عمومي مشر په توګه وګمارل شو.
فرحان یوسفزي په ۱۳۶۲ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. نوموړي د امریکا د هلټ بوسټن (Hult International Business School) پوهنتون کې د سوداګرۍ او رهبرۍ برخه کې تر ماسټرۍ زدکړه کړې.
فرحان یوسفزی په تېرو درېیو کلونو کې د کرېکټ بورډ د عمومي رئیس په توګه څلورم (نسیم دانش، عاطف مشعل، عزیزالله فضلي او فرحان یوسفزی) کس دی چې ټاکل کېږي.
د نړۍ د هېڅ هېواد په کرېکټ بورډ کې دومره ادلون بدلون نه شته او نه به یې ووینئ.
تردې وړاندې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ مشر و چې هغه مهال هم د فضلي ځینو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ کړی و.
ښاغلي فضلي یو ځای د کرکټ یوې غونډې ته چې بهرني اوریدونکي هم ورته ناست و، په انګلیسي وویل ( ټوډې ایز تاریخي ډې) یعنی نن یوه تاریخي ورځ ده، خو تاریخي يې د پښتو ټکی و.
دې ټکي هم د یو څه مودې لپاره د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترمنځ د بحث یو تود چورلیز ګرځيدلی و.