جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ سره نږدې نن مازیګر نږدې ۴ نیمې بجې د ملي اردو د جلب او جذب کاسټر موټر ته څېرمه په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې .
د ننگرهار ځایي چارواکي وایي په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون لس ملکي وګړي وژلشوي او ۲۷ نور ټپيان دي .
د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي چې د یو شمیر ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی دی