د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا نن دوشنبې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو په اړه خپل دریځ اعلان کړ.
د دې شورا غړو د خپلو خبرو په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د ۱۳۹۸ ولسمشریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او ټاکنې دویم پړاو کې بیا ترسره کیږي.
دوی همداشان وویل چې دوی په ټاکنو کې د شفافیت ملاتړ کوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په کار ده چې د خلکو رایو ته درناوی ولري.
د دوی په خبره د ټاکنو کمیسیون باید د دولتي ټیمونو فشارونو ته تسلیم نه شي بلکې شفافیت ته دې پوره درناوی ولري.
د دې شورا یوه غړي، فرامرز تمنا وویل د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر هیڅ حق نه لري چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ شي او یا د ولسمشر له سلاکارانو سره وویني، په داسې حال کې چې دا کار کوي.
تمنا وویل د دارلانشا مشر او ځیني نور غړي باید د ټاکنو پایلو تر اعلانیدو پورې قرنطین شي او دوی ته دې د ډېرو ګرځېدو او حکومتي کړیو سره د اړیکو اجازه نه وي.
نوماندانو دغه راز د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پر ټاکنیزو ټیمونو د پراخې درغلۍ تور هم پورې کړ. دوی دا خبرداری هم ورکړ چې که د ټاکنو کمیسیون شفافیت تامین نه کړي نو ښایي په هېواد کې د ناندریو او یوه بل ناورین سبب شي.
د ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل هم د خپلو خبرو پرمهال د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې و راتلونکو دریو اونیو پورې به نوی ولسمشر د وفادارۍ لوړه وکړي وویلد تلې له اوومې وروسته موږ نور ولسمشر نه لرو د موجود ولسمشر واک نور پای ته رسیدلی دی.
ښاغلي نبیل همداشان زیاته کړه د بایومټریک په سیستم کې هم درغلي شوې او کمیسیون باید لومړی بایومټری او غیر بایومټریک رایې سره بیلې کړي او له هغه وروسته بایومټریک شوې رایې هم چاڼې کړي.
د ولسمشرۍ بل نوماند احمد ولي مسعود بیا وویل د نوماندانو شورا پریکړه کړې چې یوه غیر بایومټریک رایه هم نه مني.