د نړیوال روغتیایي سازمان د راپورونو له مخې هر کال په نړۍ کې له ۱۷ میلیونو زیات انسانان د زړه د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نن د اکټوبر شپږمه د زړه نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ددې ورځې په مناسبت خبرو کې ویلي هیواد کې د زړه ناروغي د تیرو کلونو په پرتله لږ څه کمه شوې ده، خو لاهم روحي اندیښنې، د نیشه یي توکو کارول، کم فزیکي فعالیت او الکولي مشروبات هغه عوامل دي چې د زړه د ناروغۍ سبب کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي هر کال په نړۍ کې ۱۷.۵ میلیونه وګړي د زړه د ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان کې بیا دا کچه ۱۹سلنه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې چې د هیواد عامې روغتیا وزارت په مرسته شوې، ۸.۸ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي په ژوند کې یو وار د زړه حمله پرې راغلې ده.
څيړنه ښيي چې افغانستان کې میرمنې له سړیو زیات د زړه پر ناروغیو اخته کیږي او د دې ناروغۍ ډيری قربانیان هم میرمنې دي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو نه دی چې د زړه سوری په ځانګړي توګه په ماشومانو کې په زیات شمیر پکې لیدل کیږي.
که څه هم تر اوسه د زړه د سوري لرونکو کسانو دقیقه شمیره نه ده معلومه، خو ډاکټران وایي اوږمهاله جګړې، د باروتو بوی او لوګي په ځانګړي توګه په جګړې ځپلو سیمه کې په ماشومانو کې د زړه د سوري سبب کیږي.
د روغتیا وزارت چارواکي له خلکو غواړي چې د زړه ناروغیو مخنیوي لپاره له نیشه یي توکو ډډه وکړي او همیشه ورزشي تمرینونه وکړي.