د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې که څه هم د تیرو ټاکنو په پرتله د منلو وړ ټاکنې بلل شوي دي، خو بیا هم داسې ستونزې پکې رامنځته شوي چې ښایي د حل لارې موندل یې یو څه وخت ونیسي.
د بایومټریک ماشینونو کارول د دې ټاکنو یوه خاصه ځانګړنه بلل کیږي، خو رای اچونې ډیریو محلونو کې د یو شمیر ماشینونو او د حافظې کارتونو ورکیدل یې لویه ستونزه رامنځته کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون د چارواکو او یو شمیر څارونکو په باور یواځې په کابل کې د بایومټریک ۶ ماشینونه او ۲۲ د حافظې کارتونه بې درکه شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو وسایلو د پټولو عاملین نه دي په ډاګه شوي او نه هم د یادو محلونو د رایو برخلیک په اړه کومه وړاندوینه شوې ده.
د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر، مولانا محمد عبدالله تیره ورځ رسنیو ته وویل له ټولو ولایتونو د ټاکنو حساسو موادو رسیدو سره به په ډاګه شي چې د بایومټریک او حافظې کارتونو څومره تعداد یې د زورواکو له لوري نیول شوي دي.
مولانا عبدالله ویلي هغه کسان چې د ټاکنو په موادو کې یې لاسوهنه کړې، عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور معرفي شي، خو د دوی د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د کمیسیون د معلوماتو له مخې دغو ټاکنو لپاره ۳۹ زره او ۵۴۴ د بایومټریک ماشینونه ځانګړي شوي و.
مولانا عبدالله ویلي د ټاکنو سیمه ییز کارکوونکي په دې مکلف دي چې د دې ماشینونو په اړه د ټاکنو کمیسیون ته معلومات ورکړي.
خو سوال دادی چې د هغو محلونو رایې سره څه کیږي چې د بایومټریک ماشینونو یې لادرکه دي؟
د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله ویلي د هغو محلونو رایې چې د بایومټریک ماشینونه او د حافظې کارتونه یې ورک شوي، په قطرنطین کې دي.
عبدالله ویلي د ټاکنیزو طرزالعملونو په رڼا کې به د یادو رایو د برخلیک په اړه پریکړه کیږي.
تر اوس مهاله یواځې په کابل کې د بایومټریک ماشینونو او حافظې کارتونو د ورکیدو رپوټونه ورکړل شوي او دا به هغه مهال لویه ننګونه وي چې دا ستونزه سرتاسري وي او نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته ستونزه راپیدا شي.
د بایومټریک ماشینونه یواځیني هغه توکي و چې د شفافیت لپاره ټولو اړخونو ورته سترګې وې.
د ټاکنو نوماندانو او د کمیسیون چارواکو هم په وار وار ویلي چې یواځې د بایومټریک له لارې کارول شوو رایو ته اعتبار ورکوي او ټولې هغه رایې باطلې دي چې د دې ماشینونو له کاریدو پرته صندوقونو ته اچول شوي وي.
مولانا عبدالله ویلي د تلې د شپږمې نیټې رایې په دوو پړاوونو کې څیړل کیږي.
په لومړۍ مرحله کې بایومټریک اوغیر بایومټریک رایې سره بلیږی او په دویم قدم کې پر بایومټریک شوو رایو باندې غور کیږي.
دویم پړاو کې ددې هڅه کیږي چې تکراري رایې، تکراري انځورونه، سټیکرونه، د رای ورکونکې پیژندپاڼې او تکراري لګول شوې ګوتې وپلټل شي او که چیرې موجود وي، نو دوی ته د اعتبار وړ نه دي.
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې د میاشتې په ۲۷مه نیټه اعلان شي، خو دا ځکه ستونزمنه ښکاري چې لا د ولایتونو ټول توکي مرکز ته نه دي رسیدلي.
له ولایتونو ټول حساس مواد کابل ته له رسیدو وروسته دا مواد د ټاکنو د کمیسیون په ګودامونو کې ساتل کیږي او له هغه وروسته پرې کار کیږي.
د افغانستان د ۱۳۹۸ ولسمشریزې ټاکنې د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شوې چې د ټاکنو د کمیسیون د شمیر له مخې دغو ټاکنو کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۷۰۰ زرو رای ورکوونکو برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو لپاره له ۹ میلیونو زیاتو کسانو نوملیکنه ورکړې وه.
پر ټاکنو د خلکو بې باوري، نا امني، پر تذکرو د سټیکرونو شتون او یو شمیر نور عوامل د دې سبب شوي چې دغو ټاکنو کې خلک په پراخ ډول ګډون ونه کړي.
که څه هم تر اوسه د ټاکنو کمیسیون دا نه دي ویلي چې کوم نوماند څومره رایې ترلاسه کړي دي، خو د ثبات او همپالنې او همداشان د دولت جوړوونکي ټیمونو له وخته وړاندې په ټاکنو کې د بریا ادعاوې کړي دي.