د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د مذاکراتو پر بیا پيلیدو ټینګار کړی دی.
ضمیر کابلوف ویلي له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی.
کابلوف همداشان ویلي دا به ډيره هوښیاري وه چې سوله له ټاکنو وړاندې شوې وای.
هغه که څه هم د تلې د شپږمې ټاکنې ترسره کیدل د سولې خبرو باندې بې اغیزی بللي.
د کابلوف په باور طالبانو نور نویمو کلونو ته په شا نه ځي او د دوی مشران نور اوسني واقعیتونه درک کړي دي.
د پوتین ځانګړي استازي ویلي که چیرې طالبان بیا وغواړي چې واک انحصار کړي نو روسیه او نړیواله ټولنه به یې پر وړاندې ودریږي.
کابلوف ویلي: “دوی بلاوې نه دي بلکې انسانان دي او نه غواړي چې هر کال خپل ژوند له لاسه ورکړي. غواړي چې یو با غزته بیرته راتګ ولري. که چیرې طالبان د خپل واک د ټینګښت لپاره یو پټ پلان ولري، وا روښانه ویلي چې نه یې منو. دوی ژمن شوی چې له تیرو یې درس اخیستی او نور داسې نه کوي. دوی غواړي چې د واک د ویش په بهیر کې د دیموکراتیکو بنسټونو له لارې حضور ولري.”
د روسیي ځانګړي استازي دغې پوښتنې ته په ځواک چې ایا روسیې مسکو ته د طالبانو په وربللو سره دوی ته مشروعیت نه دی ورکړی، ویلي چې طالبانو خپل مشروعیت د جګړو میدان کې ترلاسه کړی دی.
کابلوف ویلي طالبانو سره له خبرو پرته افغانستان ته سولې نشی راتلی، نو له همدې امله دوی اړ دي چې ورسره خبرې وکړي.
د کابلوف په وینا روسیه نشی کولی چې د طالبانو پټنځایونو ته ولاړ شي او دوی سره خبرې وکړي، بلکې دوی خپل ټاټوبې ته ورغواړي.
با این حال، پس از توقف یکبارگی گفتوگوهای امریکا با طالبان، تحولات سیاسی چشمگیری در افغانستان به میان آمده که ظاهرن قاعدهی بازی را تغییر داده، از یک سو جنگ و درگیری بیشتر شده و از آن مهمتر، به رغم مخالفت طالبان، انتخابات ریاستجمهوری برگزار شده است.
د پوتین ځانګړی استازی ټاکنې تر سولې مهمې بولي، خو وایي دا به ډيره هوښیاري وه چې سولې ته لومړیتوب ورکړل شوی وای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دې ورځو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیلیدو رپوټونه هم خپریږي.
رپوټونه وایي زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې له طالب استازو سره خبرې کړي دي.