افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د «شریعت غږ» په نوم رادیو له منځه وړې او په کندهار کې یې دوه نفوذي پولیس موخې ته له رسېدو مخکې نیولي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي وویل، چې يادو پوليسو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانونه د پوليسو په ليکو کې ثبت کړي وو او غوښتل يې، چې په همدې ولسوالۍ کې داخلي بريد وکړي، چې د پولیسو لخوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د بارکزي په خبره، د يادو کسانو سربیره د ېوې اوونۍ په اوږدو کې درې نور وسله وال هم کندهار ښار کې نيول شوي دي.
چارواکي داسي مهال کندهار کې د دوو نفوذي پوليسو د نیولو خبره کوي چې، پرون دوشنبه د دې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې یوه نفوذي پوليس خپل ۱۱ ملګري پولیس ووژل.
بلخوا د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې په یوه کور کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه میرمن او درې ماشومان وژل شوي.
د زابل ولایت مقام په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي، چې د وسله والو لخوا توغول شوی هاوان مرمۍ د ملکي خلکو پر یو کور لګېدلې، چې له امله يې يو مېرمن او درې کوچنيان وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
همهاله د غزني ولایت چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو طالبانو رادیو له منځه وړې ده.
ددغه ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د غزني ولايت د ﺯنخان ولسوالۍ ته څيرمه د لولي غره کې پرون شپه د افغان ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو اړوند د «شريعت غږ» راډيو دستګاه چې، په وقفه يې توګه به يې نشرات کول، له منځه وړې ده.
د خبرپاڼې له قوله، په يادو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور تنه شکمن کسان ژوندي نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.