د امریکا دفاع وزارت وایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ طالبانو سره د سولې خبرو له لغو کیدو وروسته پر دغې ډلې د عملیاتو د زیاتیدو امر کړی دی.
پنټاګون وایي دوی خپلو امنیتي شریکانو سره یو ځای پر طالبانو ځمکني او هوایي بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر، مارک سپیر له لیویزیانا نه واشینګټن ته ګرځيدو پرمهال خبریالانو ته ویلي چې دوی له ډونلډ ټرمپ نه د دې کار امر ترلاسه کړی دی.
مارک سپیر ویلي: “د طالبانو پرضد ګډ ځمکني او هوایي بریدونه زیات شوي دي او دا بریدونه به نور هم چټک شي. موږ د دې بریدونو زیاترو برخو کې ونډه لرو، خو د ځمکنیو بریدونو یوه زیاته برخه د افغان ځواکونو له لوري ترسره کیږي. موږ هوایي عملیاتو کې همکارۍ ترڅنګ د افغانستان ځواکونو ته سلا مشورې هم ورکوو.”
دوی وایي پنټاګون لاهم افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو طرحه تر نظر لاندې لري.
مارک سپیر ویلي: “دا د ولسمشر ټرمپ یو ارمان دی چې افغانستان کې ځواکونه کم شي؛ خو په هر صورت کې به افغانستان کې هغه شمیر امریکایان پاتې شي چې وکړی شي ترهګرو سره مبارزه وکړي.”
بله خوا د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکو ټایمز ورځپانې ته ویلي داعش ډلې پر وړاندې د لسګونه عملیاتو او هوايي پریدونو ترڅنګ، دغه ډله افغانستان کې د خپلې لمن د پراخیدو په حال کې ده او لایې هم د افغانستان په ختیځ کې خپل پوځي حضور ساتلی دی.
یو شمیر کارپوهان بیا په دې باور دي چې داعش ډله له پولې هاخوا په پاکستان کې روزل او تجهیز کیږي او بیا افغانستان ته استول کیږي.
ملګرو ملتونو هم تیره ورځ اعلان وکړ چې داعش ډله په افغانستان کې له ۲۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې جنګیالي لري.
په داسې حال کې چې ملي دفاع وزارت افغانستان کې د دغې ډلې د جنګیالیو شمیر ۲۰۰۰ تنه بولي.