ولسمشر غني ویلي تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به د افغانستان نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.
ښاغلي غني نن په کابل کې افغان ځواکونو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېشلو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر، چې د اعلانولو مسوولیت یې دټاکنو کمیسیونونو سره دی، د لوړې مراسم پرځای کړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې چې د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې پکې تر دوه میلیونه ډېرو کسانو برخه اخیستې وه. ولسمشر غني تر دریو اوونيو پورې د ټاکنو د پایلو اعلان خبره په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ او وروستۍ هغه یې د راتلونکې لړم میاشتې په ۱۶مه اعلانېږي.