د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم دوازې تر څلور ویشت ساعته پرانستې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلي.
چارواکي وايي که څه هم ددې دروازې د پرانېستلو کم وخت کېږي، خو بيا هم سوداګري د توقع خلاف زياته شوي ده.
دننګرهار ولایتي چارواکې وايي د لارې د څلور ویشت ساعته پرانستي په لومړۍ ورځ سل عرادې بار وړونکي موټرو تګ راتګ پر دې لارې زیات شوي وو.
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ خوني مطبوعالي مسوول، شاکرالله ساپی وایي په څلور ویشت ساعته توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم دروازې تر پرانستل کیدو وروسته په افغان سوداګرۍ کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دی وايي مارکیټ ته سوداګریز توکي ژر رسیږي او هغه موټر چې په میاشتو به په دغه ښارګوټي کې د تګ راتګ لپاره په انتظار و، هغه ستونزه حل شوې ده.
د دغې دروازې پانیستې سره سوداګر هم خوښ دي.
دوی وايي نه یواځي دا چې سوداګرو ته اسانتیاوي برابري شوي بلکې د ګمرکاتو په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو دننګرهار د ګمرک د مسولینو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.
بله خوا د ننګرهارچارواکي وايي هڅه کوي چې هغلته د سوداګرۍ د پراختیا لپار سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
اندښنه داده چې ددغې لارې د پرانستلو سره به د پاکستان له خوا افغان خاورې ته په موټرو کې چاودیدونکي توکي را انتقال شي، خو امنیتي مسولین ډاډ ورکوي چې هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د سوداګرو په موټرو کي چاودیدونکي توکي افغان خاورې ته را انتقال شي.
که څه هم د ننګرهار او تورخم ګمرک په رسمي ډول څه نه وايي، خو یو شمیر سرچیني وايي د لارې په څلور ویشت ساعته پرانستې سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ننګرهار کې زموږ همکار تقي الله تقي وایيعادي خلک د پخودا په څير تګ راتګ کوى خو وخت ورته ډير شوى.
د تورخم دروازه کابو درې اونۍ وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره د څلور ویشتو ساعونو لپاره پرانستل شوه.
د دغې دروازې پرانستغونډه کې د پاکستان او افغانستان یو شمیر چارواکو هم ګډون کړی و، خو د دننه افغانستان کې د یو لړ غبرګونونو سره هم مخ شول.
نیوکه پردې وه چې وسلې تورخم کې لګول شوې لوحې باندې د پولې نوم لیکل شوی دی.