د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر اوسه د ۲۲ ولایتونو ټاکنیز توکي مرکز ته را انتقال شوي او دا لړۍ همداسې روانه ده.
کمیسیون وایي تر اوسه د څه باندې ۲۰ زرو بایومټریک ماشینونو معلومات هم سیستم ته وارد شوي دي.
د ټاکنو د کمیسیون په وینا د پاتې ۱۲ نورو ولایتونو مواد به هم د یوې ورځې په اوږدو کې مرکزي دفتر ته ورسیږي.
د همدې ترڅنګ د ټاکنو څارونکي هم دیجیتالي سیستم ته د معلوماتو د ثبت روڼتیا نه راضي ښکاري.
د کمیسیون یوه غړي یوځل دا هم ویلي و چې کیدای شي د بایومټریک سیستم په کاریدو سره د رای ورکوونکو شمیر په یوه ورځ کې او د ټاکنو پایله په یوه اونۍ کې اعلان شي.
خو اوس چې د ټاکنو له ترسره کیدو یوه اونۍ تیره شوې تر اوسه له ولایتونو ټاکنیز توکي هم مرکز ته نه دي انتقال شوي، که څه هم د رای ورکونکو شمیر د پنځو ورځو په تیریدو سره معلوم شو.
اوس د بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د اخیستو لړۍ ډيره چټکه روانه ده.
تر اوسه د څه باندې پنځه ویشت میلیونو ماشینونو له ډلې د شلو هغو معلومات یې سیستم ته ور داخل شوي دي.
دا بهیر نوماندانو او نورو څارونکو د سترګو پر وړاندې پرمخ روان دی.
یو شمیر څارونکي بنسټونه وایي که چیرې د ټاکنو کمیسیون د رایو شمیرلو پرمهال دقت ونه کړي او ټولو پړاوونو کې شفافیت په پام کې ونه نیسي، نو د ټولو راتلونکو احتمالي ناخوالو پړه به د کمیسیون پر غاړه وي.