پاکستان ته د طالب پلاوي له سفر وروسته اوس د ننه افغانستان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت بیلابیل غبرګونونه پاریدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوی سفر د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لاره برابروي.
په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ تیره ورځ د سیمې هیوادونو ته د طالبانو سفرونه بې ګټې وبلل او د پاکستان پر حکومت یې نیوکه وکړه.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وایي دا چې طالب پلاوی پاکستان ته تللی و، په دې اړه د افغانستان حکومت په جریان کې و.
همدې حال کې رویټرز خبري اژانس هم لیکلي چې طالبانو پاکستان کې له زلمی خلیلزاد سره هم لیدلي دي.
سرچینې ویلي چې طالب پلاوی او خلیلزاد څه باندې یو ساعت پر مختلفو مواردو باندې بحث کړی دی.
د طالبانو یوه دولس کسیز پلاوی درې ورځې وړاندې پاکستان ته تللی او تر اوسه یې له زیات شمیر پاکستاني چاوراکو سره لیدلي دي.
پاکستان چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلیدو پلوی دی، اوس ښکاري هڅه کوي چې په دې اړه خپل ښه نیت وښيي.
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پاکستان کې د طالبانو د هرکلي پر څرنګوالي او کوربه توب نیوکه وکړه او هغه یې د هیوادونو د اړیکو ټولو اصولو خلاف وبلل.
بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د دا ډول هرکلي او کوربه توب هرکلی کوي او وایي چې پاکستان کولی شي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
شاه محمود قریشي ویلي پاکستان ته د طالبانو سره په اړه هغه مهال خبرې شوې وې، چې ولسمشر غني او عمران خان سره لیدلي و.
بله خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پيلیدو لپاره دپاکستان رول مهم بللی دی.