د افغانستان حکومت په پاکستان کې د طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو پر لیدنې نیوکه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو څخه د هرکلي له امله د افغانستان حکومت اعتراض په غبرګون کې ویلي دي چې افغانستان د دغې موضوع په جریان کې وه.
قریشي پاکستانۍ رسنیو ته ویلي دي چې افغانستان اسلام آباد ته د طالب پلاوي سفر څخه په جریان کې وه او ولسمشر غني پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال،په دې اړه د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان سره خبري کړي وي.
دا په داسي حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان حکومت،پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د نړیوالو اصولو خلاف بللی وو.
له دې ټولو سره پاکستانۍ رسنیو راپور وکړی چې ټاکل شوې د طالبانو پلاوی د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره هم وویني.