ولسمشري ماڼۍ، اروپایي ټولنې، په کابل کې د امریکا سفارت او د رسینو ملاټړو بنسټونو د خورشید تلویزیون د کارکوونکو پرموټر برید په رسنیو او ولسي وګړو برید بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د خورشید تلویزیون برید غندلی او ویلي یې دي چې، رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جنایت دی.
اروپایي ټولنې ددغه برید موخه په افغانستان کې د خبریالانو د غږ غلي کولو لپاره هڅه بللې خو ټینګار یې کړی چې، دا ډول بریدونه د خبریالانو غږ نشي غلی کولای.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري په ټوېټر کې ویلي:«د خبریالانو د غلي کولو هڅې به هغوی نور هم قوي کړي.»
دې ته ورته د امریکا سفیر په ولسي وګړو او رسینو بریدونه بې مانا بللي او ټینګار یې کړی چې اوسمهال باید ټولې خواوې په سوله باندې تمرکز وکړي.
د امریکا سفیر جان بس په ټویټر کې ویلي: «د رسنیو پر کارکوونکو بې معنی برید غندم، پر ولسي وګړو او رسنیو برید بې هدفه دی، اوسمهال ټولې خواوې باید په سولې او د افغانستان په راتلونکي تمرکز وکړي.»
همدارنګه د افغانستان له رسنیو د ملاتړ ادارې “نی” په یوه خبرپاڼه کې د خورشید تلویزیون د کارکوونکو پر موټر برید په بیان ازادۍ او بشري حقونو برید بللی دی.
په خبرپانه کې د افغان حکومت له استخباراتي ادارو په او ځانګړي ډول له کورنیو چارو وزارت غوښتنه شوې چې، د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره له پوره پاملرنې کار واخلي.
که څه هم تردې دمه کومې ډلې د پیښې پړه نه ده منلې، خو وسله والو طالبانو په پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.
پرون یک شنبه مازدیګر مهال د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمه کې د خورشید خصوصي تلویزون د کارکوونکو پر کاسټر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له قوله، په چاودنه کې موټر چلوونکی او او يو لاروی وژل شوي او د یاد ټلویزیون د درې کارکوونکو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.