د هیواد امنیتي چارواکي وایي د زابل په شاجوۍ او د ارزګان د مرکز ترينکوټ په خانقي او چورې ولسوالۍ کې ۴۷ تنه وسله وال مړه او ژوبل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي ویلي چې د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې ۲۳وسله وال وژل شوي او ۲۴نور ژوبل دي.
علوي ویلي، چې په وژل شوو او ټپيانو دواړو کې د وسله والو مهم کسان شامل دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.