د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي تیره شپه د دغه ولایت شورتپه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې ۱۱ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.
دا په داسې حال دي چې له دې وړاندې د دغې ولسوالۍ د سقوط اوازې هم خپرې شوې وې، خو د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وایي لاهم د دغې ولسوالۍ کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
فرهاد ویلي: “ولسوالي سقوط نه دی کړی، تیره شپه شاوخوا ۲بجې امنیې قومندانۍ باندې برید شوی و او اوس د امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ د افغان ځواکونو په واک کې دي، خو په خواشینۍ سره ددغو نښتو په پایله کې ۱۱ امنیتي سرتیرو ژوند بایللی دی.”
چارواکي وایي د دې بریدونو په پایله کې د یادې ولسوالۍ دوې امنیتي پوستې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
طالبانو بیا ویلي دوی د شورتپه ولسوالي نیولې او افغان ځواکونو ته یې هم ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
شورتپه د بلخ یو نا امنه ولسوالي ده چې د امو سیند او حیراتان بندر ته څيرمه موقعیت لري.