د هندي سینما پخوانی لوبغاړی او همداشان د مراټي فلم تیاتر مخکښه څيره ویجو کوټي له فاني دنیا سترګې پټې کړي.
ویجو کوټي د دوشنبې په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۷ کالونو په عمر مړ شوی دی.
ویجو هغه لوبغاړی و چې د هند “شعلې”فلم کې یې د ډاکو کالیا او همداشان “انداز اپنا”فلم کې د رابرټ په نومونو رول ادا کړی و.
د ویجو وراره د هغه د مرګ خبر خپرولو پرمهال ویلي ویجو نه غوښتل چې روغتون کې مړ شي نو دوی هم هغه کور ته انتقال کړ.
ویجو د بالیووډ سینما قیامت سې قیامت تګ او وینټيلیټورفلمونو کې هم څرګند شوی او همدا راز یې د زبان سمبال کر تلویزیوني ننداره کې هم رول ادا کړی دی.
د بالیووډ یو شمیر مشهورو څیرو د هغه پر مرګ خواشیني ښودلې ده.
اجې دیوګن چې د ګولمال۳ او هلابول فلمونو کې یې ورسره ګډ کار کړی ویلي د ویجو په شان لوبغاړي ځان ته یو پوهنتون وي او د سینما ډګر کې به یې کار د تل لپاره په یادونو کې وي.
اجې دیوګن ویلي ډير نیکمرغه دی چې له هغه سره یې په څو فلمونو کې کار کړی دی.
همداشان ریشي کپور هم د هغه پر مړینې خواشینې ښودلې او ویلي یې دي چې تل به یې یادوي.
همداراز سنیل شیټي او مدهوري دیکشټ هم د ویجو پر مړینې خپګان څرګند کړی دی.