رونالډ میلي د ډيرو کلونو لپاره د کینیا په روغتونو کې د ډاکټر په توګه کار کاوه او زیاترو جراحي عملیاتو کې هم بریالی وتلی دی، خو پرته له دې چې هیڅوک ورباندې وپوهیږي.
خو دا ټول هغه مهال افشا شول چې د روغتیا وزارت د ډاکټرانو په اړه یوه مفصل رپوټ تیار کړ.
د کینیا په نانډي ښار کې د رونالډ په نوم دغه جعلي ډاکټر د تیرې پنجشنبې په ورځ نیول شوی و.
رونالډ میلي تر اوسه نهه د جراحي عملیات ترسره کړي چې اته یې بریالي شوي او یوه ناروغه چې ویل کیده امیدواره وه او د ژغورلو چانس یې لږ و خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کینیا د نانډي ایالت والي کلوفاز لګنټ ویلي دوی په دې کار کې ګرم نه دي ځکه چې دوی ته ډاکټران د مرکزي حکومت نه ور پیژندل کیږي.
خو د کینیا د روغتیا کمیټه چې مشري یې ناربرټ میایو کوي پر حکومت غږ کړی چې میلی رونالډ ته روزنه ورکړي او اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د رونالډ کورنۍ هم د روغتیا کمیټې د دې نظر ملاتړ کړی دی.
د دې ډاکټر کاکا ډانیل تووي ویلي وراره یې په ټنډریټ ښار کې د هلکانو منځني ښوونځي نه په دریمه درجه کې فارغ شوی او وروسته نایروبي ته د دندې موندلو لپاره لاړو.
ښوونځي هم منلي چې ښاغلي میلي د ۲۰۰۸ کال په ازموینه کې د سي درجه اخیستې وه او لایې خپل نتیجه نه وه ترلاسه کړې.
د هغه کورنۍ فکر کاوه چې دی په یوه عمومي دفتر کې کار کوي نه د یوه ډاکټر په توګه ځکه چې هیڅکله د ډاکټرۍ زده کړې ته نه و تللی.
ده د روغتون بورډ ته ویلي و چې د نایروبي ښار په پوهنتون کې یې زده کړې کړي دي او په ۲۰۱۴ کال کې ترې فارغ شوی دی.
د روغتون کار کوونکي هم له دې امله ډير د شرم احساس کوي چې څنګه د داسې یو کس له خوا غولول شوي چې یوه ورځ هم د طب ټولګي ته نه و تللی.
د روغتون یوه ډاکټر ویلي دوی ډير حیران شول کله یې ورځپاڼه یې کې واوریدل چې ملګری یې د ډاکټرۍ پر لاره هم نه دی تللی، خو هغه ډیر یو نرم خویه او په ټولنیزو اخلاقو سمبال سړی و او هر چا یې خبرو ته غوږ نیوه.
یوه ډاکټر ویلي ده پر رونالډ شک یې کړی و خو له دې ویرې یې غږ نه پورته کاوه چې کیدای شي هغه د روغتیا وزارت له لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې ولري.