د افغانستان برښنا شرکت وایي وسله والو طالبانو د ولسمشریزو ټاکنو مخنیوي لپاره د تاجیکستان وارداتي برښنا مزي پرې کړې دي.
د تاجیکستان وارداتي برښنا په کندز کې د جګړو او نا امنیو له وجې پرې شوي چې تر اوسه نه دي وصل شوي.
برښنا وایي طالبانو له ټاکنو وړاندې په څه باندې اوو ولایتونو کې ټد برښنا مزي شکولي و، چې تر اوسه د تاجکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برښنا نه ده وصل شوې.
برښنا وایي اوس حال کې د کابل او ۱۱ نورو ولایتونو برښنا په موقت ډول د اوزبیکستان له برښنا تامینیږي.
د ټاکنو کمیسیون وایي په ولایتونو کې د دوی کار کوونکو د ټاکنو په ورځ له جنراټورونو کار اخیستی.