د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي د تخار د بهارک او خواجه غار ولسوالیو د سقوط خبر حقیقت نه لري.
دا غبرګون له هغه وروستی شوی چې یو شمیر رسنیو د تخار د یادو ولسوالیو د سقوط رپوټونه خپاره کړل.
دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او یادې ولسوالۍ تر اوسه د افغان ځواکونو په واک کې دي.
سرچینې ویلي افغان ځواکونه خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی او تر اوسه یې طالبانو ته درانه تلفات ور اړولي دي چې په وروستي مورد کې یې تیره شپه په بهارک ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۱ وسله وال وژلي دي.
دفاع وزارت وایي امنیتي ځواکونو د پرمختګ په حال کې دي او ډير ژر به طالبان له یادو ولسوالیو وشړي.