د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تلې میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د وګړو تګ او جرات ستایلی او زیاته کړې یې ده چې د امنیتي ستونزو سره سره بیا هم میلیونونه میرمنې او نارینه ددې بهیر پلي کیدو له پاره رایې اچونې مرکزونو ته تللي دي.
دې وزارت د ټاکنو په ورځ د مخالفانو بریدونو او ددې بهیر ګډوډولو له پاره ددوی نیت په کلکو ټکو باندې وغنده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې اړوندې ادارې او د افغاندولت مشران باید د ټاکنو بهیر روڼتیا په اړه باندې ښاریانو ته ځواب ویونکي ووسي.
سرچینې ویلي واشنګټن هیله لري چې دولت او تاکنیزې ادارې باید د ټاکنو ډاډ له پاره هڅې وکړي او شکایتونو د څیړلو او د پایلو د مهال له پاره کارونه ترسره کړيترڅو ډاډمن شي چې ټاکنې معتبرې او رڼۍ ترسره شوي او د وګړو رایو ته درناوی شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له نوماندانو او رایه ورکونکو څخه غوښتنه کړې ده چې د پایلې نه وړاندې قضاوت ونه کړي او د پایلو تراعلان پورې صبر او زغم څخه کار واخیستل شي.