وسله والو طالبانو د پروان په شینواري ولسوالۍ کې د دغه ولایت د ټاکنو سیمه دفتر اته تنه غړي برمته کړي دي.
د پروان د شینواري ولسوالۍ ولسوال، محمد اکو ګل محمدي پرون ماښام یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې د برمته شوو کسانو د خوشې کولو لپاره یې د سیمې د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته هڅې پیل کړي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تیرې شبنې په ورځ ترسره شوې.
د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وایي دوی له ولسوالیو او ولایتونو نه د رای صندوقونو د انتقال بهیر پيل کړی دی.
وسله والو طالبانو د یادو ټاکنو د مخنیوي ګواښ کړی و او له خلکو یې غوښتي چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.