د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نن د نیویارک پر لور وخوځېد.
د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړی به سبا د افغان دولت په استازولۍ په دې ناسته کې وینا وکړي.
د سرچینې په وینا ښاغلی محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم لیدنه وکړي.
په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو تمرکز وشي او دا، چې زموږ هیواد له دې همکاریو سره پر یوه ښه لوري روان دی او باید دوام ومومي.
اعلامیې کې راغلي چې ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي. نوموړی به ددې سفر په لړ کې همدارنګه یو شمېر ټولنو او مرکزونو کې ویناوې هم ولري.