د یمن حوثي ځواکونه وایي د نجران سره پولې ته څېرمه یې پې یوې سیمې باندې د برید پرمهال زرګونه سعودي عسکر نیولي دي.
د یمني حوثيانو ویاند وایي ویلي چې د دوی جنګیالیو د یو شمیر سعودي افسرانو په ګډون زر ګونه پوځیان نیولي دي او په سلګونو سعودي زغره وال موتړې یې د عملیاتو پرمهال د حوثیانو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي ویلي چې په دغه هیواد کې د سعودي عسکرو پروړاندې نظامي عملیاتو پرمهال یې د توغندیو او هوایي دفاع سیستم هم کارولی دی.
د سعودي په مشرۍ نظامي ائتلاف چې له دوه زره پنځلسم کال راهیسې د یمن حوثیانو پر ضد د دې هېواد کورنۍ جګړې ته دننه شوي دي، تراوسه یې د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه ده ښودلی.