په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما یوځل بیا ټینګار کړی چې ټاکنو کې ښکیل ټول اړخونه باید د ټاکنو روان بهیر په تړاو مسوولانه چلند وکړي.
یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی په ټاکنو کې د ګډونوالو په اړه کوم نظر نه لري او دا یواځې د ټاکنو د کمیسیون دنده ده چې ټاکنو کې د رای ورکوونکو شمیر اعلان کړي.
همداشان کابل کې د بریټانیا سفارت هم په خپله ټویټر پاڼه کې د ټاکنو له کمیسیونونو غوښتي چې د ټاکنو په چارو کې روڼتیا په نظر کې ونیسي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم پرون شپه اعلان وکړ چې د رای ورکوونکو شمیر په تخمیمي توګه په ۲۵۹۷ مرکزونو کې په مجموع کې یو میلیون او ۵۱زره او ۹۹۸ تنه و او په ۲۳۰۸ نورو مرکزونو کې به هم د رای ورکوونکو شمیر ډیر ژر اعلان کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د تیرې ورځې ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو او رای ورکوونکو د شمیر په تړاو بیلابیلې شمیرې ښودل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د مخکښو نوماندانو پلویان د خپلو نوماندان د رایو شمیر له ټولو زیات بولي، کوم چې د خلکو اذهان یې هم زیات مغشوشه کړي دي.