د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو د برید په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې اوسیدونکي وایي دا برید پرون د شنبې په ورځ مازدیګر مهال د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي سیمه کې شوی چې پایله کې یې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دې برید په غبرګون کې نن سهار د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي سرکونو ته د اعتراض په ډول وتلي دي.
سرچینې وایي اعتراض کوونکي حکیم سنایي سیمه کې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي چې د پولیسو او خلکو ترمنځ اخ و ډب په پایله کې شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
اعتراض کوونکي د والي دفتر مخې ته غونډ شوي او ادعا کوي چې پولیس پر دوی مخامخ ډزې کړي دي.
د غزني والي د یادو معترضینو سره د لیدنې پرمهال او یوه خبري غونډه کې ویلي چې دغه کسان د هوایي ځواکونو تر برید لاندې راغلي، خو ترڅنګ یې طالبانو ته هم درانه تلفات ور اوښتي دي.
نور حال په لاندې ویډیو کې کتلی شی