د افغانستان د ملي امینت ریاست وایي د ټاکنو په ورځ کې یې په پلازمینې او ولایتونو کې د لسګونه ترهګریزو بریدونو مخه نیولې.
د ملی امنیت ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د ټاکنو بهیر د مخنیوي لپاره ګواښونه کړي و، خو دوی د رایو مرکزونو باندې د طالبانو د هر ډول بریدونو مخه نیولې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو د کابل په یو شمیر برخو کې په ۱۶ بیلابیلو هدفي عملیاتو کې ۱۴ تنه طالب وسله وال چې د ټاکنو خرابولو لپاره چمتو شوي و، نیولي دي.
سرچینې ویلي چې دغه ریاست د ځانګړې قطعې ځواکونو په لوګر، غزني، ننګرهار، بلخ، هرات، کندر، هلمند او خوست ولایتونو کې ۱۳ هدفي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۳۴ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۴ تنه نیول شوي او ۴ تنه نور له وسلو او مهماتو سره یوځای نیول شوي دي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنو پرون د شنبې په ورځ ترسره شوې او طالبانو هم ددغو ټاکنو د مخنیوي لپاره د بریدونو ګواښ کړی و او له خلکو یې غوښتي و چې دغو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.