د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي هڅه کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پیل شي.
کابلوف چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې یې رسنیو ته خبرې کولې ویلي چې د سولې خبرو بیا پيلیدو ته لیوالتیا شته او دوی به هڅه کوي چې په دې کار کې مرسته وکړي.
کابلوف ویلي: “تر اوسه د دغو خبرو تاریخ او نیټه نه ده معلومه، خو د خبرو پيلیدو ته تمایل شته. موږ به په ګډه کار وکړو او هڅه به وکړو چې دا خبرې ډير ژر پيل شي.”
ده ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې یې له زلمي خلیلزاد سره هم په دې اړه خبرې کړي دي.
همداشان د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دریدو له امله خواشیني ښودلې او ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې ترهګرو سره مبارزې جګړه کې اویا زره وګړي له لاسه ورکړي دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له نهو میاشتو پټو مذاکراتو وروسته طالبانو سره د سولې خبرې لغو اعلان کړې.
اوس معلومه نه ده چې ایا د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وروسته به دا خبرې له سره پيل شي که نه؟