د ټاکنو د کمیسیونو دوه پخوانۍ کمیشنرانې ملیحه حسن او حمیرا حقمل په ډير بد روغتیايي وضعیت کې د زندان شپې ورځې تیروي.
د دغو دوو پخوانیو کمیشنرانو د کورنۍ غړي وایي د دوی روغتیايي وضع ښه نه ده او عدلي او قضایي ارګانونه باید دغه کسان د درملنې لپاره د ضمانت په بدل کې خوشې کړي.
ملیحه حسن او حمیرا حقمل له تیرې یوې میاشتې راهیسې په بند کې دي.
د دوی کورنۍ پر عدلي او قضایي ارګانونو له دې امله نیوکې کوي چې له یوې خوا په زندان کې د دوی روغتیا ته جدي رسیدنه نه کوي او له بلې خوا د ضمانت په بدل کې هم د دوی ازادي نه ده منل شوې.
دغې میرمنې څو ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو د یو شمیر غبرګونونو له امله روغتون ته انتقال شوي و، خو دوی د کورنۍ غړي وایي دوی پرته له درمنې بیرته زندان ته بیول شوي دي.
همدې حال کې د دغو دوو کمشنرانو مدافع وکیل وایي چې محکمې د قانون خلاق د هغه موکلان له لومړنۍ محکمې وروسته په بیړې سره زندان ته اچولي دي.
د هیواد یو شمیر حقوق پوهانو هم د ضمانت په بدل کې د دوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د عدلي او قضایي محکمې لومړنۍ محکمې ملیحه حسن او حمیرا حقمل د ټاکنو کمیسیونونو د اتو نورو غړو ترڅنګ په تیرو پارلماني ټاکنو کې د ټاکنو پایلو د ثبت فورمونو د بدلولو په تور پنځه کاله په بند محکوم کړي دي.