په واشنګټن کې ډیپلوماتیکي سرچینې وایي، ټاکل شوې سبا دوشنبه امریکایي چارواکي په پاکستان کې ددغه هېواد له چارواکو سره وګوري او په خبره یې د افغانستان د سولې بهیر د وروستي کېدو په حال کې دی او هیله څرګندوي چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې په صورت کې به ولسمشر ټرمپ سیمې ته سفر وکړي.
دغې سرچینې پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیاله الیس ویلز پاکستان ته د سفر په حال کې ده او په خبره یې هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې او دوه اړخېزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
ددغې سرچینې له قوله، که چیرې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي؛ ټاکل شوې د ولسمشر ټرمپ د روان زږدیز کال په سپټمبر میاشت کې سیمې ته سفر وکړي.
له بل لوري ولسمشر ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر د لانجې ختمولو ته تمایل ښودلی دی.
د سرچینې له قوله، ولسمشر ټرمپ ویلي چې، غواړي د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي تر څو د ددغو هېوادونو ترمنځ د کشمیر پر سر ۷۰ کلن کړکېچ ته د پای ټکی کیږدي.
په ورته وخت کې ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې، امریکا کولای شي د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګتي، خو په خبره یې نغواړي چې لس میلونه خلک ووژل شي او ټینګار کوي چې، له طالبانو سره د یوې داسې هوکړې په لټه کې دی چې له مخې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېره راکمه کړي.