د ناټو عمومي منشي ، ینس سټولټنبرګ ویلي د افغانستان د جګړې دواړه خواوې باید د یوې سیاسي حل لارې په مرسته د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
ینس سټولټنبرګ همداشان ویلي طالبان به هیڅ کله د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسیږی.
هغه ویلي: “ناټو د سولې له خبرو ملاتړ کړی. موږ باور لرو چې د افغانستان بحران لپاره باید یوه سیاسی حل لاره پیدا شي، نو له همدې وجې موږ د سولې له خبرو ملاتړ کوو، خو دې پيښې لپاره موږ باید د طالبانو له خوا جوړجاړي لپاره یو واقعي لیوالتیا ووینو. افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور د دې لپاره دی چې سیاسي حل لارې ته شرایط برابر کړي. طالبان باید وپوهیږي چې دوی به د جګړې له لارې بریالي نشي. موږ باور لرو چې یوه ښه هوکړه له چټکې هوکړې بهتره ده او موږ د سولې خبرو د بیرته پيلیدو ملاتړ کوو.”
خو د افغانستان حکومت کې ځینی لوړپوړي چارواکي وایي طالبان له ځپلو پرته د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمد الله محب ویلي د طالبانو یو شمیر به له جګړې لاس واخلي، خو یوه برخه به یې بیا هم جګړې ته دوام ورکړي.
بله خوا ملي دفاع وزارت ویلي دوی د طالبانو پرضد بریدونه زیات کړي دي، ترڅو دوی د سولې خبرو ته اړ باسي.
همداشان د سولې چارو کې د دولت وزارت هم ویلي دوی داسې یوه مکانیزم باندې کار کوي چې له مخې یې خبرې له جګړې او تاوتریخوالي پرته پایله ورکړي.
دا خبرې داسې مهال کې کیږي چې ټاکل شوې ده د راتلونکي شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
افغان امنیتي چارواکو دغې ورځې لپاره د بشپړو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی.
بله خوا طالبانو هم ګواښ کړی چې دوی به د ټاکنو مخنیوي لپاره خپلې هڅې وکړي.