د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایراني چارواکو امریکا ته د ورتلو بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ پر تهران د فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې یو شمېر جګپوړي ایراني چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي متحدو ایالتونو ته له ننوتو منع کړي.
د سپینې ماڼۍ له لورې په خپرې شوې اعلاميې کې ليکل شوي چې د دغو کسانو له محدودیت پرته کډوال یا غیر کډوال که د متحدو ایالتونو خاورې ته داخلېږي، هغه به د متحدو ایالتونو د ګټو په ضرر وي او د دوی پر داخلېدو باید مشخص بندیزونه، محدودیتونه او استثنا وضع شي.
ټرمپ په دغه اعلامیه کې د ایران حکومت په داسې چلند تورن کړی چې د ده په وینا په منځني ختیځ او له هغې ور اخوا سوله او ثبات ګواښي.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.