د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي دوی د افغانستان په شمالي ولاتونو کې د داعش ډلې شتون ته اندیښمن دي.
سرګيلاوروف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ويلي چې ممکن د افغانستان شمال د داعش ډلې په شمول د نړيوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.
نوموړي ويلي چې ددې ګواښونو د مخنېوي په موخه افغانستان بهرنيو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي ویلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان هغو ګواښونو ته متوجې دي چې د افغانستان له لوري پېښېدای شي.
لاوروف ويلي چې په افغانستان کې شته داعش ډله منځنۍ اسيا ته يو لوی ګواښ پيښولی شي.