د ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو څخه غوښتنه کړي چې د ټاکنو د مخنېوي په موخه دې هيڅ ډول هڅه هم نه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي تاداميچي ياماماتو طالبانو ته خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د رايې ورکونې پر مرکزونو او ملکي خلکو بريدونه کول جنګي جنايت دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي له دفتره په خپرې شوې اعلاميې کې ليکل شوي چې ياماماتو په قطر کې د طالبانو له استازو سره لېدلي دي او دوی ته یې ويلي چې ټاکني يو مدني فعاليت دی او بايد ددې پروسې مخنېوی ونه شي.
دا په داسي حال کې دي چې طالبانو مخکې تر دې خبرداری ورکړی و چې ټاکنيز کمپاينونه او د رايې ورکونې مرکزونه به د بریدونو په موخه په نښه کړي.
بله خوا بيا ناټو سازمان په ولسمشريزو ټاکنو کې د امنيت د خونديتوب په موخه د افغان ملي امنيتي ځواکونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی. دې سازمان ولسمشريزې ټاکنې د افغانانو لپاره يو تاريخي چانس بللی دی.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.