د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزې په څنډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه له عمران خان سره معلومات شریک کړي دي.
د شاه محمود قریشي له قوله، عمران خان له خلیلزاد سره په لیدنه کې له امریکا غوښتنه کړې چې د سولې خبرې بېرته پیل شي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د زورزیاتي په دې اړه د امریکا او پاکستان د هڅو او په افغانستان د سولې ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستاني رسنیو له قوله، عمران خان د امریکا هڅې په ځانګړي توګه د خلیلزاد د هڅو ستاینه کړې چې طالبان یې د سولې خبرو مېز ته حاضر کړي او ټینګار یې کړی چې زورزیاتی باید له سیاسي لارې پای ته ورسول شي.
بلخوا د ملابرادر په مشرۍ د وسله والو طالبانو یو نهه کسیزه پلاوي چین ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدنه کړې ده. په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دغې پلاوی له چینایي چارواکو سره د ددغې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې خبرو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان دولت چین ته د وسله والو طالبانو پر سفر نیوکه کړې ده. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاند وایي، وسله وال طالبان ددې پر ځای چې بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي؛ باید له افغان دولت سره خبرې وکړي.