د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ځانمرګو بریدکوونکو او د چاودېدونکو توکو پر ډیپوګانو ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایت رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، یاد عملیات تېره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شوي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو د چاودیدونکو توکو ډیپوګانو له منځه تللو سربیره ددغې ډلې ددرېیو مهمو قوماندانو په ګډون ۱۴ تنه مخالفين وژل شوي چې له دې جملې ۶ وژل شوي وسله وال بهرنیان دي.
د خبرپاڼې له قوله، په وژل شويو کسانو کې احسان، حقبین او فرهاد چي د وسله والو طالبانود لویو بریدونو پلانولو طرحه کوونکي وو او پر ۲۱۵ میوند قول اردو باندې يې د برید پلان جوړ کړی و، هم وژل شوي دي.
بلخوا د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید آخندزاده وایي، په موسی کلا ولسوالۍ کې د یوه واده پر مراسمو د افغان هوایي ځواکونو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او ۹ نور یې ټپيان دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي چې، افغان ځواکونو د واده پر مراسمو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې دي چې، د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، امنیتي بنسټونو ته دنده سپارل شوي چې د پر ټولنیزو شبکو او د وسله والو طالبانو د هغې ادعا په اړه څېړنې وکړي چې، ګواکي د یادو عملیاتو پرمهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.