مارشال فهیم بنسټ د ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې غندلې چې ګواکي هغه وخت چې دی د مالیې وزیر په توګه و، د مارشال محمد قسیم فهیم د امر پلې کولو نه یې ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې په ټولنیز رسنیو کې د ولسمشر غني یو ویدیویي کلیپ خپور شوی چې نوموړي یوې ټاکنیزې ناستې د ته وینا پرمهال ویلي، کله چې دی د مالیې وزیر؛ هغه وخت یې د مارشال محمد قسیم فهیم چې، د ولسمشر لومړی مرستیال او دفاع وزیر و، امر نه دی منلی.
ولسمشر غني ویلي:«کله چې زه چې کله د مالیې وزیر شوم، او د کابینې ناستې ته راغلم، مارشال محمد قسیم فهیم امر کړی و چې دوه موټر له محصول پرته معاف کړه؛ امر مې یې څیرې کړ.»
مارشال بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې، د ولسمشر غني دغه ډول څرګندونې غیرمسؤلانه او مارشال ته توهین دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «مارشال په هغه وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال او د دفاع وزیر مقام درلود. که څه هم د کابینې په غونډو کې د نظر اختلاف طبعي خبره ده، خو په هغه وخت محمد اشرف غني د سیاسي او دولتي پلوه په داسې موقف کې نه و چې د مارشال امر یې رد کړی وای.»
خبرپاڼه زیاتوي چې دولسمشر غني څرګندونې تبلیغاتي جنبه لري. محمد اشرف غني ته په درناوي، د مارشال په اړه د ده څرګندونې په کلکه غندو او د افغانستان د خلکو د سیاسي اخلاقو او آدابو او د یوه اسلامي جمهوري هېواد ولسمشر د شان خلاف یې بولو.»
د ولسمشر محمد اشرف غني دغو څرګندونو د مارشال بنسټ سربیره یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان ملي مجمع او د ولسي جرګې یو شمېر استازي د ولسمشر غني دغه څرګندونې تبلیغات بولي او له نوموړي غواړي چې په اړه یې وضاحت ورکړی او د افغانستان له خلکو معزرت وغواړي.