د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، څوک چې خپلې څوکۍ ته د ملي ګټو او سولې نه لومړیتوب ورکوي، د افغانستان د خلکو د رهبرۍ او مشرۍ وړتیا او صلاحیت نه لري.
اجراییه ریس عبدالله نن جمعه په کابل کې د سولې عالي شورا پخواني مشر او جهادي رهبر برهان الدین رباني د آتم تلین لمانځغونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، سوله د افغانانو لومړیتوب دی او ټینګار یې کړه چې د څوکۍ په خاطر باید د سولې په وړاندې خنډ ونه ګرځو.
په ورته وخت د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي وویل، تل پاتې او باعزته سوله د ټولو افغانو غوښتنه ده او ټینګار یې وکړ چې د جګړې پای ته رسولو لپاره باید کار وشي.
په ورته وخت د برهان الدین ربانی زوی او د هېواد بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني خبرداری ورکړ چې که چیرې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونه نیول شي، نو دې ځل به خلک پټه خوله پاتې نشي او نه به له چا سره معامله وکړي.
اجراییه ریس ټینګار وکړ چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او څوک چې د څوکۍ په خاطر د سولې خنډ ګرځي؛ د افغانستان د خلکو د رهبرۍ وړتیا او صلاحیت نه لري.
برهان الدین رباني په افغانستان کې یو جهادي شخصیت او د جمیعت اسلامي ګوند مشر و. برهان الدین رباني د صبغت الله مجددي تر دوه میاشتنۍ دورې وروسته، د مجاهدینو د دولت واګې په لاس کې واخیستې.
په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره نوموړی د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د بدخشان د خلکو استازی و، خو د سولې عالي شورا په رامنځته کېدو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا ددغې شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ زږدیر کال په ۲۹ نېټه په خپل کور کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شو.