امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان حکومت ندی توانیدلی چې د امریکا د مالي مرستو مدیریت وکړي او د هغه په وینا په افغانستان کې د انرژۍ د یوې بنسټیزې پروژې لپاره شاوخوا ١٠٠ میلیونه ډالر چې په پام کې نیول شوي وو بیرته د امریکا مالیې وزارت ته ورکول کیږي.
مایک پمپیو پرون پنجشنبه وویل چې، افغانستان ندی توانیدلی هغه منابع چې د امریکا د حکومت له لورې برابریږي په شفافه توګه مدیریت کړي.
همدارنګه مایک پمپیو وویل چې، افغانستان ته د پلان شوې مرستې ٦٠ میلیونه نور ډالر هم د شفافیت د نه شتون په وجه ساتل شوي دي.
پمپیو وویل: «د افغانستان په حکومت کې د مشخص فساد او د مالي مدیریت د نه شتون په دلیل د امریکا حکومت شاوخوا ١٠٠ میلیونه ډالر چې د یوې سترې بنسټیزې پروژې د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي وو، بېرته د مالیې وزارت ته لیږي.»
افغان حکومت تراوسه د مایک پمپیو د څرګندولو په اړه څه نه دي ویلي.