د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان او پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه قطر ته سفر وکړ او ټاکل شوې نن شنبه په دغه هیواد کې له طالب استازو سره د خبرو اتم پړاو پیل کړي.
زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون ددغه هېواد په شرایطو پورې اړه لري او لدې هېواد نه به امریکایي سرتیري شرایطو ته په کتو وځي.
خلیلزاد وایي امریکا د سولې موافقه غواړي او یوازې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو وتل یې موخه نه ده او په خبر یې طالبانو له امریکا سره هوکړې لپاره شین څراغ ښودلی دی.
دا په داسې حال کې دي چې، د امریکا ولسمشر ټرمپ یوځل بیا له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو پر وتلو ټینګار کوي.
ولسمشر ټرمپ پرون جمعه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې، مونږ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کوو.
ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې، امریکا دا توان لري چې د افغانستان جګړه وګتي، خو نه غواړي چې میلیونونه انسانان د دې ګټې لپاره ووژل شي او په خبره یې د ده هدف د اټمي وسلې استعمال نه دی، بلکې د متعارفو وسلو د استعمال دی.
نوموړي وویل: « موږ کولی شو چې د افغانستان جګړه په دوو، درې یا څلورو ورځو کې وګټو، که موږ وغواړو، خو زه نه غواړم چې لس میلیونه کسان ووژل شي.»