په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند وایي، د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوي ایران ته سفر کړی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدنه کړې ده.
کله چې د امریکا او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې ودرول شوې، وسله والو طالبانو یو ځل بیا د خبرې پیلېدو لپاره مټې رابډ وهلې دي.
روسیې ته د طالب پلاوی له سفر وروسته، په قطر کې ددغې ډلې سیاسي دفتر ویاند اعلان وکړ چې عبدالسلام په مشرۍ یې څلور کسیز پلاوي ایران ته سفر کړی او د سپټمبر میاشتې په ۱۶ مه نېټه یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي دغه هېواد ته د طالب پلاوی سفر تایید کړی او وایي چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پلاوی ایران ته راغلی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د وسله والو طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر آغا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بیا ځل پیلېدو غوښتونکی دی.
په ورته وخت کېد مدني ټولنې مشر عزیز رفیعي او ښځو چارو فعاله زرقا یفتلي د سولې په خبرو کې د میرمنو د تعلیم حق سره کرښه بولي.
دا په داسې حال کې دي چې، روانه اونۍ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته سفر وکړ او د افغانستان لپاره د روسیي د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په شمول له روسي چارواکو سره یې لیدنه وکړه او سولې خبرو د بیا ځلې پیلېدو غوښتنه یې وکړه.