کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګي برید له امله د شپږو نظامیانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ ولسي وګړي ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، نن چهار شنبه له غرمې وروسته شاوخوا ۱:۰۰ بجه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د مسعود څلور لارې ته نېږدې سیمه کې ځانمرګی برید شوی له امله د شپږو نظامیانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ ولسي وګړي ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ښځې او ماشومان هم د دغې پېښې د وژل شویو او ټپيانو په ډله کې دي.
همدارنګه نصرت رحیمي وایي، چې چاودنه په يوه عام سړک رامنځ ته شوې.
وسله والو طالبانو د چاودنې مسؤولیت منلی او وايي یې د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست دروازه کې ځانمرګي برید افغان پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
دې ته ورته نن غرمه مهال ۱۱:۴۰ بجې د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار لومړۍ حوزې اړوند د روزنیز مرکز لومړۍ دروازه کې شوی ځانمرګې چاودنه شوې چې له امله یې ترلږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.
کورنیو چارووزارت وايي، دغه ځانمرګی برید د چاریکار په جنګل باغ سیمه کې د ولسمشر غني د کمپاینیزې غونډې ته نژدې د موټر سیکل په مټ رامنځته شوی.
سله والو طالبانو د پیښې پړه په غاړه اخیستې ده.