امریکايي کمپنۍ اپل تیره سه شنبه (سپټمبر ۱۰) درې نوي ایفون موبایلونه نندارې ته وړاندې کړي. ددغو مبایلونو نومونه ایفون ۱۱، ۱۱ پرو او ۱۱ پرومکس دي چې ځینې ځانګړتیاوې یې له پخوانیو ایفون مبایلونو سره ډېر توپیر لري.
نوي ایفون مبایلونه لاندې ځانګړتیاوې لري.
ایفون ۱۱ ځینې ځانګړتیاوې:
- شپږ رنګونه لري
- سکرین یې ۶.۱ انچ، وزن یې ۱۹۴ ګرامه او پنډوالی یې ۰.۳۲ انچ دی
- د ایفون XR په پرتله یو ساعت ډېر چارج کوي
- په چټک ډول د مبایل د مالک پېژندلو سیستم (Face ID) پکې کار شوی
- د پنځه جي (5G) د استفادې وړتیا نه لري
- څلور جي بي RAM لري
- د شپې رڼا تنظیمونکی (Night Mode) سیستم هم پکې لګول شوی
- دوې کمرې لري چې ۱۲ میګا پکسله دي چې پراخه زاویه درلودونکی سټنډرډ لینز لري
- په مخکنۍ کمره یې هم د سلو موشن ویډيو کولی شئ
- ۲۵۶، ۱۲۸ او ۶۴ جي بي حافظه لري
- قیمت یې (۶۹۹ – ۸۴۸) ډالره دی
- د یوه سیمکارت او دوو سیمکارتو لرونکو دي
- د اوبو او ګرد ضد خاصيت لري
- د ۱۳ آی-او-اس (iOS 13) سافټویر پکې انسټال شوی
- د پخوانیو مبایلونو په پرتله ژر چارجیږي
د ایفون ۱۱پرو ځانګړتیاوې:
- سکرین (ښیښه) یې ۵.۸ انچه، وزن یې ۱۸۸ ګرامه او پنډوالی یې ۰.۳۲ انچ دی
- ۶۴، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظه لري
- قیمتونه یې (۹۹۹ – ۱۳۴۹) ډالره دی
- یو او دوو سمکارتونو لرونکي دي
- څلور رنګونه لري
- څلور جي بي RAM لري
- د ۱۳ آی-او-اس (iOS 13) سافټویر پکې انسټال شوی
- درې کمرې لري چې د نورمال لنزونو سربیره د ټیلي فوټو لنزونه هم لري چې د عکاسۍ لپاره په کې د ۱۲۰ درجو په پراخوالي یو لنز زیات شوی دی
- څلور جي بي RAM لري
- د تیرو ماډلونو په پرتله څلور ساعته ډیر چارج وساتي
- په مخکنۍ کمره یې هم د سلو موشن ویډيو کولی شئ
- د ایفونو د نورو ماډولو په شان د وایرلیس له لارې هم چارچیږي
- په ښیښه کې یې د شپې رڼا تنظیمونکی (Night Mode) هم لګول شوی چې په اتومات ډول د اړتیا پر وخت د ښیښې رڼا کمه یا زیاتوي.
- د پنځه جي (5G) د استفادې وړتیا نه لري
- د اوبو او ګرد ضد خاصیت لري
- د ایفون ۱۱ته ورته د مالک پېژندلو سیستم (Face ID) پکې کار شوی
ایفون ۱۱ پرومکس ځانګړتیاوې:
ایفون ۱۱ پرو او مکس ورته ځانګړتیاوې لري، یوازې د مکس سکرین (ښیښه) ۶.۵ انچ ده، وزن یې له پرو څخه شپږ ګرامه زیات، شپږ رنګونه لري، قیمت (۱۰۹۹ – ۱۴۴۹) ډالره دی.
اپل کمپنۍ وایي، دغه مبایلونه به د روانې سپټمبر میاشتې له شلمې نېټې وروسته بازار ته وړاندې شي.