د ملی امنیت لوی ریاست مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د کلکانو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال نیولی.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو نن دوشنبه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې د کلکانو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال سردار محمد مشهور په ملاسردار له خپلو دریو ملګرو سره یوځای نیولی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.