سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال د هېواد مالیې وزیر سره په امریکا کې د لیدنې پرمهال ژمنه کړې چې په افغانستان کې د څښاک اوبو رسونې او اوبو د ښه مدیریت په برخه کې پانګونه کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د نړیوال بانک په مالي مرسته به د افغانستان په لویو ښارونو کې د څښلو پاکې اوبه برابرې شي او همدارنګه د روانو اوبو د استفادې لپاره به زمینه برابره شي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل، د اوبو په برخه کې د نړیوال بانک د پانګونې له مخې به په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.
د مرکز کابل د اوبو رسونې ریاست شمېرنې ښایي چې، ۷۰سلنه کابل ښاریان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
ټاکل شوې بانک جهاني د نویو ژمنو په اساس د مرکز په شمول په ځینو ولایتونو کې د څښاک پاکې اوبو په برخه کې ستونزې هوارې شي او همدارنګه د هېواد د اوبو د ضایع کېدلو مخنیوی به وشي.
د پلازمینې کابل د آب رسوني ریاست مشر سردار ولي ملکزي وویل، چې اوس یوازې ۲۸ سلنه کابل ښاریان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسي لري او هیله څرګندوي چې د صیاد، پنجشیر او شاتوت بند اوبو په لېږد سره به د څښلو اوبو ته لاس رسی زیات شي.
اوس مهال په کابل کې د بانک جهاني د اوبو رسونې «لوګر ۲» پروژې کار روان دی چې تر اوسه یې ۵۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.
ددې پروژې له بشپړیدو سره به په پلازمینه کابل کې د وزیر اکبرخان، شهرنو، قلعه فتح الله، او تهیه مسکن بلاکونو، تایمني او وزیرباد سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره ښاریانو څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.