د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، په سمنګانو ولایت کې د هوایي برید له امله ددغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي په شمول ۴ وسله وال وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، نن یکشنبه د غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو د یاد ولایت د توقسن ولسوالۍ په دره صوف سیمه کې هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي مولوي نورالدین په شمول ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.