رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو له قوله ویلي چي، د طالبانو یوه پلاوی روسیي ته سفر کړی ترڅو له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو د لیرې لید په اړه خبرې وکړي.
طالب استازي داسې مهال له قطر څخه مسکو ته سفر کوي چې، د روان سپټمبر میاشتې په اومه نېټه د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوې اعلان وکړ.
رویټرز خبري اژانسته پهقطر کې د وسله والو طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ټاکل شوې له مسکو وروسته به دغه طالب پلاوی چین، ایران او د مرکزي آسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړي چارواکي ویلي: «ددغو لیدنو موخه ددې هیوادونو مشرانو ته د سولې خبرو او د ولسمشر ټرمپ پرېکړې په اړه خبرول دي په داسې حال کې چې دواړه خواوو په ټولو مساییلو هوکړه کړې وه او د سولې تړون لاسلیک کولو په حال کې و.»
د طالب سرچینو له قوله، ددې لیدنو موخه له امریکا سره سره د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅه نه ده ، بلکې دوی غواړي چې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه سیمه ییز ملاتړ ترلاسه کړي.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د امریکایي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې دغې ډلې ته د یوې وړې اډې بدل کې د ټول حکومت سپارلو وړاندیزونه شوي، خو طالب مشرانو رد کړي او د بهرنیانو پر بشپړ وتلو یې ټینګار کړی.