د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د چاودیدونکو توکو لویه ډیپو له منځه وړې ده.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یوه مهم مرکز عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ددغې ډلې له چاودېدونکو توکو ډکې ۱۲۰ بوشکې، ۲۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۲۶ عرادي موټرسیکلونه او یو عراده کرولا موټر نیولی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، دغه چاودېدونکي توکي له ګاونډي هېواد نه غزني ولایت ته رالیږدول شوي و تر څو په مرکز او ولایتونو کې ترهګریزو موخولپاره ترې استفاده وشي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات د وسله والو طالبانو د نظامي مسؤل حافظ جهانګیر پورې اړوند مرکز باندې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، د عملیاتو پرمهال ۲۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.