د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځوانو د فراه ولایت اناره دره ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه په انار دره ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې په لسګونو طالب وسله وال وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي.
همدارنګه خبرپاڼه زیاتوي چې د تیرې یوې اونۍ په لړ کې په ټول افغانستان کې له ۱۰۰۰ زرو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.